IQNA

د شهید ناصر شفیعي د په زړه پورې تلاؤت خپریدا (فیلم)

 ایکنا- شهید ناصر شفیعی یو هغه شهید قاری دی چې د ایران په  یوه ترټولو ښه تخنیکی پوهنتون کې د زده کړو په ځاي ئې له خپل وطن څخه دفاع کولو ته ترجیح ورکړ.

ایکنانیوز راپور راکوي، شهید ناصر شفیعي ، د ۱۳۴۷لمریز کال د  شهریور دمیاشتې  په لومړۍ نیټه په تهران کې وزیږید. هغه د درس ترڅنګ له قرآن کریم سره هم ګروهمن ؤ او د قرآن کریم د تلاؤت د کیسټو په آوریدو سره ئې تلاؤت زده کړ. البته د تلاؤت په ناستو کې ئې هم ګډون درلود او پخپله ئې هم په جومات کې دقرآن درس ورکاوه.

د  ناصرشفیعي د زلمیتوب پړاؤ د تپلی جنګ له پیلیدا سره په یووخت شو. هغه مهال چې ناصر غوښتل ، جبهې  ته لاړ شي، نو دهغه مور  په جبهې  کې دهغه شتون  شرط په پوهنتون کې قبلیدا  کیښود او ناصر هم په ۱۳۶۵لمریز کل کې له ښونځي څخه له فارغ التحصیلۍ وروسته   په عمومی کنکور یا امتحان کې بریالی شو ، د صنعتي شریف  پوهنتون د عمرانیاتو په څانګې  ومنل شي.

دغه لوړ مقام شهید د ۱۳۶۵ لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په مینځنیو کې د تهران د شهید بهشتي  مرکز له لارې  روزنیزې سیمې ته لاړ او په آبعلی سیمې کې ئې پوځي زده کړې وکړې . بیا د محمد رسول الله (ص) فرقې سره  جبهې ته ولیږدول  او  د  کربلا ۵نومې عملیاتو کې ئې  ګډون وکړ.  هغه د ۱۳۶۶لمریز کال په اردیبهشت میاشت کې  چې د روژې مبارکه میاشت هم وه ، دوهم ځل جبهو  ته لاړ او  او د کردستان لویدیځي جنګي کرښو ته لاړ.

بلاخره ناصر شفیعي د ۱۳۶۶لمریز کال د غبرګولې  په ۱۴ نیټه چې د عرفې ورځې سره برابره وه، په نصر ۷ نومې عملیاتو کې شریک شو او په شهادت ورسید.

 په لاندینئ ویډیوئي کلیب کې  د ناصر شفیعي  شهید تلاؤت  دی . دغه تلاؤت  د تهران د سپاه پاسدارانو د محمد رسول الله (ص)بسیج د  قرآن او عترت د ادارې په همت سره  غونډ کړئ شوی  او  په موشن ګرافۍ کارونو  سره برابر شوی دی . هغه  په دغه تلاؤت کې  د احزاب  سورې ۲۳ آیت او حمد مبارکې سورې تلاؤت کړی دی . یاد او خاطره ئې تل ژوندئ.

https://iqna.ir/fa/news/4195743